تیراوال وايي د واورو نه، د ممکنه پوځي عملیاتو له وجې کډو ته اړ شوي
له تیرا کډوال شويو ځینې کسانو د پاکستان د دفاع وزیرخواجه محمد اصف هغه څرګندونې "ناسمې" بللې چې ويلي ول چې تیراوالو د واورو له کبله سيمې پرېښودې ده. له رويټرز اژانس سره د خبرو پر مهال بې کوره شویو کسانو ویلي چې دوی د واورو نه، بلکې د ممکنه پوځي عملیاتو له امله کډو ته اړ کړل شوي دي. ویډیويي رپورټ.
