ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د افغانستان او سکاټلنډ تمریني لوبه

0

د کرکټ د نړیوال جام په تمریني لوبه کې افغانستان او سکاټلنډ لوبه لري.افغان ټیم لومړی بیټینګ وکړ او په شلو اورونو کې یې ۱۸۵ منډې هدف وټاکه.دا لوبه د هند په بنګلور ښار کې روانه ده.په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره درویش رسولي په ۴۶ توپونو ۸۴ منډې جوړې کړې چې پکې ۵ شپږیزې او ۷ څلوریزې شاملې دي.تمه ده د افغانستان ټیم بله تمریني لوبه راتلونکې چهارشنبه له ویسټ اندیز سره وکړي.د کرکټ د ۲۰۲۶ کال نړیوال شل اووریز جام د هند او سریلانکا په کوربه توب دا اوونۍ پيلیږي چې د افغانستان اولنۍ لوبه به راتلونکې یکشنبه د نیوزیلنډ په وړاندې وي.افغانستان به ډي ګروپ کې په نیوزیلنډ سربېره له جنوبي افریقا، متحده عرب امارات او کاناډا سره مخ شي.