پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه اولس کسان وژل شوي
اوکرایني چارواکي وایي، د دې هیواد په جنوب ختیځ دنیپروپیتروفسک سیمه کې د روسیې د یکشنبې د ورځې په دوو جلا بریدونو کې لږترلږه اولس کسان وژل شوي او لږترلږه اوه تنه نور ټپیان دي.
د چارواکو په خبره په پاولوهراد سیمه کې یو ډرون د کارګرانو یوه بس ته نژدې ولګېد چې په نتیجه کې یې ۱۵ کان کیندونکي ووژل شول، او دوه تنه نور هم د سیمې په مرکز دنیپرو ښار کې پر یوه شخصي کور د بل برید په نتیجه کې ووژل شول.
په همدې حال کې چارواکو وویل چې په زاپوریژیا ښار کې پریو زېږنتون د روسیې په برید کې ۶ تنه ټپیان شوي او هم روغتون ودانۍ زیانمنه شوې ده. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې ټاکل شوې د کییف او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو یو نوی پړاو دا اونۍ پیل شي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمرزیلینسي کې وویل چې د خبرو دغه پړاو به د متحده عربي اماراتو په دوبی ښارکې د فبرورۍ د میاشتې له ۴ نه تر ۵ پورې ترسره شي. زیلینسکي پرټلګرام چینل ولیکل،" موږ لېواله یو چې ډاډ ترلاسه کړو چې پایله یې موږ د جګړې رښتینې او باعزته پای ته نږدې کړي."
