ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

پاکستان د کرکټ په وروستۍ ۲۰ اووره لوبه کې هم اسټرالیا ته ماته ورکړه

0

د پاکستان کرکټ لوبډلې د درو ۲۰ اووریزو لوبو د لړۍ په وروستۍ هغه کې هم اسټرالیا ته په ۱۱۱ منډو ماته ورکړه. پاکستانۍ لوبډلې لومړی بېڼګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سر ۲۰۷ منډې وکړې. په دې کې د صایم ایوب ۵۶، بابر اعظم ۵۰ او شاداب خان ۴۶ منډې شاملې وې.په ځواب کې د اسټرالیا ټول لوبغاړي د ۹۶ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول. په دوي کې مارکس سټونیس ۲۳ او کېمرون ګرین ۲۲ منډې وکړې. له دې سره پاکستان په درې واړه لوبو کې له بریا ترلاسه کولو سره اتلولي د ځان په نوم کړه. دویمه لوبه پاکستانۍ لوبډلې د جنورۍ پر ۳۱مه په دویمه ۲۰ اووریزه لوبه کې اسټرالیا ته په ۹۰ منډو ماته ورکړه.پاکستانۍ لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سر ۱۹۸ منډې وکړې.سلمان اغا ۷۶، عثمان خان ۵۳ او شاداب خان ۲۸ منډې وکړې.په ځواب کې د اسټرالیا ټول لوبغاړي په ۱۶م اور کې د ۱۰۸ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل. تر ټولو زیاتې منډې کېمرون ګرین ۳۵ او مېتیو شورټ ۲۷ منډې وکړای شوې.د پاکستان له خوا ابرار احمد او شاداب خان ۳، ۳ وکټې واخیستې.لومړۍ لوبهد پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د درو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې هم اسټراليا ته په ۲۲ منډو ماتې ورکړې وه.د لاهور په قذافي لوبغالي کې د جنورۍ ۲۹مې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپ وهنه (بېټينګ) غوره کړه.پاکستان په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۶۸ منډې وکړې.په ځواب کې د اسټراليا لوبډلې په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۴۶ منډې وکړې او ټاکل شوی هدف يې تر لاسه نه کړ.دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د کرکټ د ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ له اوومې بيا د مارچ تر اتمې په هند او سري لنکا کې وشي.