ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

په باميان کې د کډوالو لپاره کورونه جوړ شوي

0

د افغانستان د باميان ولايت په يو ليري پراته کلي کې د ځينو هغو افغان کډوالو لپاره کورونه جوړ شوي چې له ايرانه په زور ستانه کړل شوي وو. د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ شوي دا پاخه کورونه خلکو ته سپارل شوي دي. که څه هم ځايي خلک د وړيا کورونو په ترلاسه کولو خوشاله دي خو وايي هلته اوبه، سړک، ښوونځی، کلينيک او روزګار نشته نو ځکه یې ستونزې ختمې شوې نه دي.

په دې اړه بشير ګواښ د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی.