ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د روغتیايي برخې ښځینه فارغانې: د پرلپسې درېیم کال لپاره هم له ازموینې محرومې یو

0

که څه هم د طالبانو حکومت د عامې روغتیای وزارت یو ځل بیا په کابل کې د روغتیايي علومو د انسټېټیوټونو فارغانو ته د «اېګزیټ» ازموینې مهالویش اعلان کړی، خو ښځینه فارغانې وايي د پرلپسې دریم کال لپاره هم له دې ازموینې محرومې ګرځول شوي.

د طالبانوحکومت د عامې روغتیا وزارت په هغه اعلامیه کې چې سه شنبې «د جدي په ۹مه» پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې په کې ویلي، چې دا ازموینه به د جمعې په ورځ «د جدي په ۱۹ مه» واخیستل شي خو ورځ مخکې به ګډون کوونکي بایومتریک او د ازموینې د ګډون کارتونه ورکړل شي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې په دې ازموینه کې نرسنګ، فزیوتراپي، درمل جوړونه، طبي ټکنالوژي، د سترګو ټکنېشن، انستیزي، راډیولوژي او د غاښونو پروتیز برخې شاملې دي.

دوی د ازموینې ځای د کابل پوهنتون جمنازیوم ښودلی دی.

خو یو شمېر ښځینه فارغانې وایي دوی له دې ازموینې محرومې ګرځول شوي چې له امله یې د کارموندنې چانس نه لري.

د کابل اوسېدونکې او د نرسنګ برخې فارغې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

“چې کله دا سند ونه لرو، د دندې اجازه نه راکول کېږي، دې حالت ټولې ډېرې ناهیلې کړې یو، موږ فورم هم ډک کړ او پیسې یې هم رانه واخیستې ویل چې احوال درکوو، خو دا دی درې کلونه شول چې همداسې پاتې یو، له دولته مې غوښتنه دا ده چې له موږ دې ازموینه واخلي او اجازه دې راکړي چې خپله برخه کې کار وکړو.”

دغه شان، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکې او له قابله ګۍ فارغې مرضیې فروتن هم ازادي راډیو ته وویل چې دې ته هم په دې ازموینه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې خو د دې لپاره چې د دوی په سیمه کې ښځینه ډاکترانې او قابله ګانې نه وې، د دوو کلونو لپاره یې د قابلې په توګه په شخصې ډول کار کړی:

"ما یکاولنګ کې د قابلې په توګه ځکه کار وکړ چې هلته لرې پرته سیمو کې ښځو روغتیایي خدمتونو ته هېڅ لاسرسی نه درلود، له دې امله هو هر وخت میندی او ماشومان مړه کېدل او تلفات مو درلود، ما غوښتل له قابله ګۍ طب برخې ته ولاړه شم او زیات تعلیم په کې وکړم خو دا چې ترې محرومې وو، راووتم."

نوموړې وايي اوس د لا زد کړو لپاره ګاونډي هیواد ایران ته تللې ده.

د روغتیايي علومو د انسټېټیوټونو دا فارغانې د طالبانو له حکومته غواړي چې ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړي ځو په طبي برخه کې د کار کولو شرایط یې بشپړ شي.

دا چې د روغتیايي علومو د انسټیټوټونو څومره فارغانې دې ازموینې ته په تمه دي، کره شمیر یې نه دی معلوم.

طبي متخصصین خبرداری ورکوي چې دا پریکړه یوازې د فارغانو لپاره اندیښنه نه ده بلکې د هغو روغتونونو لپاره یوه جدي ننګونه ده چې یا ښځینه طبي پرسونل نه لري یا یې د پام وړ کمښت سره مخ دي.

له ډلې د افغانستان د طبي شورا غړې او ډاکترې نجم سما شفاجو ازادي راډیو ته وویل چې په ځانګړي ډول په نسايي او ولادي برخه کې دا تشه ډیره محسوس ده:

“په ټولنه کې د ښځینه ډاکترانو شتون ډېر مهم دی، په اوسني وخت کې چې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه خورا لوړه ده، د ښځینه ډاکترانو او قابله ګانو کار ته ډېره اړتیا ده، چې ښځینه ډاکترانې نه وي څوک به خصوصا نسایي ولادي برخه کې خدمات وړاندې کوي؟ نو باید اوسنیو شرایطو ته په کتو د ښځینه ډاکترانو شمېر نور هم زیات شي.”

ډاکتره شفاجو وایي که دا بندیز دوام وکړي په راتلونکي کې به د ښځینه ډاکترانو کمښت او د میندو او ماشومانو مړینې کچه نه جبرانېدونکې وي.

اېګزیټ ازموینه چې یوه برخه یې د عامې روغتیا وزارت او بله د لوړو زده کړو د طبي شورا له خوا د روغتیايي علومو د انسټېټیوټونو له فارغانو اخیستل کیږي، تر بریالیتوب وروسته دوی ته د کار او فعالیت اجازه ورکول کېږي.

طالبانو په افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو راګرځولې.

دوی دغه شان د ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس په لومړیو کې نجونې د روغتیايي علومو په انسټېټیوټونو کې هم له زده کړو راوګرځولې.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې دوی د نجونو او میرمنو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي خو پر افغان ښځو د طالبانو دا بندیزونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي دي.