ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

واورې او د لارو بندېدل؛ د افغانستان په لویو لارو کې د مسافرو شکایتونه

0

د افغانستان د یېلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د واورې ورېدو او د مواصلاتي لارو د بندېدو له امله له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.

دوی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې سخته سړه هوا، اوږد انتظار او د اړینو اسانتیاوو نشتوالی هغه ننګونې دي چې دوی ورسره په لارو کې د بند پاتې کېدو پرمهال مخ وو.

مرتضی چې د څو ساعتونو لپاره د کابل - بامیان په لویه لاره بند پاتې و، وايي هوا ډېره سړه وه او د ده په ګډون ټولو مسافرو ډېر بد وضعیت تېر کړ.

ده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په سړک کې له ساعتونو بند پاتې کېدو وروسته، تېره شپه ناوخته کور ته ورسېد او د سړې هوا له امله زکام شوی دی.

"لاره کې واوره ورېده او هوا ډېره سړه وه او هغه موټر کې چې موږ وو، سم امکانات یې نه درلودل، یوازې د لارې په یوه سیمه کې چې نوم باندې یې نه پوهېږم تقریباً څلور ساعته بند پاتې وو."

د غور ولایت یوه اوسېدونکي غلام سخي هم ازادي راډیو ته وویل چې ډېر شمېر مسافر چې د بکک کوتل په سیمه کې د ساعتونو لپاره بند پاتې وو، نن خپل منزل ته ورسېدل.

"د واورې د ورښت له امله په بکک بند کې تېر ۲۴ ساعتونه څو فلانکوچونه په لاره کې بند پاتې وو، چې په کې مسافرې ښځې او ماشومان هم وو چې ناروغان وو او وروسته چې لاره خلاصه شوه، خلک له سترو ستونزو سره مخ وو."

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې په داسې حالاتو کې د لویو لارو د پاکولو لپاره بشپړ چمتووالی ولري ترڅو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د پنجشنبې په ورځ «د جنوري په لومړۍ نیټه» په خپل ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) د یو ویډیویي پیغام په خپرولو اعلان کړی چې د سالنګ په ګډون د ډېریو ولایتونو مواصلاتي لارې بیرته پرانیستل شوې دي.

"د سالنګ لویه لاره چې د دوشنبې له شپې راهیسې د شدیدو واورو له امله تړل شوې وه، د ټولو مسافر وړونکو موټرو پر مخ بیرته پرانیستل شوې او د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره کار روان دی، همدارنګه د بامیان، غور، غزني، فاریاب، بلخ، لوګر، نورستان او بدخشان ولایتونو ټولې مواصلاتي لارې چې د شدیدو واورو له امله تړل شوې وې، د ولایتي ادارو او قراردادي شرکتونو لخوا بیرته پرانیستل شوې دي."

حق شناس زیاته کړې، چې د ولایتي ادارو لخوا د هغو فرعي لارو د پاکولو لپاره کار روان دی چې د واورې ورېدو له امله بندې شوي، چې د نن ورځې تر پایه به پرانیستل شي.

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، «د جدي په ۱۰مه» په خپل ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) اعلان کړی وو چې په بامیان، دایکندي، غور او غزني ولایتونو کې یو شمیر لارې د واورې اورښت او طوفانونو له امله تړل شوي دي، او په دې لویو لارو تګ راتګ په موقت ډول بند شوی دی.

د دې وزارت د اعلان له مخې، په بامیان ولایت کې د پنجاب-ابقول کرمان، سیاه دره پنجاب، پل بند شوی، د بامیان-غور د بکک کوتل په شاوخوا کې او د بامیان-دره صوف د واورې ورېدو او د هوا د خرابوالي له امله تړل شوي دي.

د دې وزارت په خبره، د کابل - دایکندي لویه لاره د کوتل قوناق سیمه، په غور ولایت کې یو شمیر ارتباطي لارې او په غزني ولایت کې د ناور لاره هم د درنو واورو له امله تړل شوې ده.

په ورته وخت کې، په هرات کې د طالبانو د والي دفتر هم د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی چې د هرات-تورغنډۍ لویه لاره د واورې ورېدو او د سړک د ښویېدو له امله د لاریو او درنو موټرو پر مخ تړل شوې ده، او یوازې تیز رفتاره مسافر وړونکې موټرې کولای شي د زنځیرونو په کارولو پر دې لاره تګ راتګ وکړي.

د پیښو او چاپیریالي چارو ځینې کارپوهان ټینګار کوي چې په داسې حالاتو کې چې سړکونه بند وي، حکومت او موټر چلوونکي باید د مسافرو د ژوند ژغورلو او دوی سره د مرستې لپاره له وړاندې تدابیر ولري.

له دې ډلې عبدالعظیم صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

"لومړی موټر چلوونکي مسولیت لري چې مخکې له مخکې ځان د هوا حالاتو په اړه پوه کړي، دویم دا چې ځان سره چین، بېل او نور اړین وسایل ولري، دریم باید حداقل یو څه خوراکي توکي ولري چې د اړتیا پر مهال ناروغانو او ماشومانو سره مرسته وکړي، او حکومت هم باید ژر تر ژره د لارو د پاک کارۍ په برخه کې هڅې وکړي، خوراکي توکي او ګرم وسایل چمتو کړي چې مسافرو ته یې ووېشي او دا د حکومت مسولیت دی."

د یادونې ده چې په بېلابېلو وختونو کې د لویو او د ولایتونو ترمنځ د مواصلاتي لارو تړل کېدو نه یوازې د مسافرو او موټر چلوونکو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړې، بلکې په ځینو ولایتونو کې یې ان د خوراکي توکو رسیدو چارې هم ستنزو سره مخ کړي او په بیو یې منفي اغیزه کړې ده.