د ترکیې امنیتي ځواکونو د داعش د غړیو د نیولو خبر ورکړ
ترکیې د اسلامي دولت( داعش) د لسګونو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا پر ایکسپاڼه لیکلي چې یوسل او پنځه ویشت داعشیان نن سهار په ترکیه کې نیول شوې دي.
د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په وینا دا کسان د ترکیې په پنځه ویشت ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د هممهاله عملیاتو په ترڅ کې توقیف شوې دي.
ترکیې اونۍ مخکې هم د داعش د یوسل او پنځلس کسانو د نیولو ادعا کړې وه او ویلي یې و چې دې کسانو غوښتل د کرسمس او نوي میلادي کال د مراسمو پرمهال په ترکیه کې بریدونه وکړي.
