ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29
30
31

د ګلوب ساکر جایزې؛ عثمان ډمبله د کال غوره فوټبالر او رونالډو د منځني ختیځ غوره لوبغاړی

0

عثمان ډمبله د ګلوب ساکر د ۲۰۲۵ کال د غوره فوټبالره جایزه وګټله.د ګلوب ساکر د سپورتي جایزو مراسمو پرون په دوبۍ کې ترسره شول.ډمبله د فرانسې د پاریسنټ جرمن ټیم غړی دی.عثمان ډمبله چې سږ کال یې د طلا توپ یا بلون ډي اور هم ګټلی وتوانېد د نړۍ نور غوره فوټبالران لکه کیلیان ایمباپي، رافینها، ویټینها او لامین یامال شاته پریږدي.کریسټیانو رونالډو بیا د منځني ختیځ د کال د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.رونالډو د سعودي عربستان په لیګ کې د النصر لپاره لوبیږي.د بارسلونا مخکښ ځوان لوبغاړي لامین یامال هم له لاسته راوړنو ډکه شپه درلوده. هغه درې جایزې وګټلې: د لا لیګا د ۲۳ کلونو څخه کم عمره د کال غوره لوبغاړی، غوره فارورډ او د مارادونا جایزه.د ټینس نامتو لوبغاړي نوواک جوکوویچ چې ۲۴ ځله د ټینس ګرانډ سلم اتلولي لري له کریستیانو رونالډو څخه په الهام د ګلوب ساکر لومړنۍ جایزه خپله کړه.پاریس سینټ جرمن ټیم هم د کال د نارینه وو د ټیم لقب وګاټه.