ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29
30
31

هنګاو: سږکال ایران ۸۵ افغانان اعدام کړي دي

0

د هنګاو په نوم د بشري حقونو یو سازمان وایي چې ایران د ۲۰۲۵ کال له پيله ۸۵ افغانان اعدام کړي دي.دغه سازمان پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې تر ټولو تازه پیښه کې پرون یکشنبه ( د جدي ۷مه) د بسم الله تاجک په نوم یو افغان د ایران د بندر عباس په مرکزي زندان کې اعدام شو.هنګاو لیکلي چې د اعدام شویو افغانانو تورونه تر ډیره د نشه یي موادو قاچاق او یا هم عمدي قتلونه وو.تېر ۲۰۲۴ کال کې بیا په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۸۰ تنه و.د بشري حقونو سازمانونه تل له ایرانه غواړي چې خپل قضایي نظام اصلاح او د اعدام سزواې پای ته ورسوي.