تایلند او کمبوډیا اوربند وکړ
تایلند او کمبوډیا له څو اونیو مرګونو سرحدي نښتو وروسته پرون اعلان وکړ چې په فوري اوربند یې موافقه کړې.
ګډه اعلامیه کې چې ددواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو له لاس لیک وروسته په یوه سرحدي بندر کې د تایلند په خاوره کې خپره شوه راغلي چې اوربند کې په پوځي او ملکي تاسیساتو او پوځي اهدافو باندې د هرډول وسلو د کارولو بندیز شامل دی.
دواړو خواوو دغه راز ومنله چې د ځواکونو له تحرکاتو لاس اخلي او د سرحدي سیمو اوسیدونکو ته زمینه برابروي چې په تدریجی ډول خپلو کورونو ته ستانه شي.
ددغو سرحدي نښتو په نتیجه کې چې درې اونۍ یې دوام وکړ او په کې له توپونو ، ټانکونو ، ډرون او جنګي الوتکو کار واخیستل شو لږ ترلږه ۴۷ کسه ووژل شول او څه دپاسه یو ملیون کسانو خپل کورونه پریښودل.
دغه نښتې ددواړو هیوادونو ترمینځ تقریبا ټولو سرحدي سیمو ته وغځیدې او په کې پخوانی اوربند چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ په ملاتړ رامینځ ته شوی وو مات شو.
ددغو نښتو اصلي سبب د ۸۰۰ کیلومترو په اوږدوالي لانجمنه پوله او د څو لرغونو معبدونو د مالکیت په سر پخوانی اختلاف دی.
ددواړو هیوادونو ترمینځ دغه پوله په ۱۹۰۷ کال کې دفرانسوي استعمار په دوران کې په مبهمه توګه ټاکل شوې ده. اوس سره لدې چې په اوربند موافقه شوې خو ددواړو هیوادونو ترمینځ سرحدې لانجه په خپل ځای پاته ده.
