ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28
29
30
31

د يونان پولیس : لسګونه کډوال ژغورل شوي

0

د یونان ساحلي ګارد نن ۱۳۱ کډوال د کریت ټاپو ته نږدې وژغورل.پولیسو وویل چې په دغو عملیاتو سره د هغو افرادو شمیر چې په تیرو ۵ ورځو کې د مدیترانې سمندر په دې سیمه کې ژغورل شوي ۸۴۰ تنو ته ورسید.دغه کډوال چې د شنبې په سهار وژغورل شول د کب نیوونکو په یوې بیړۍ کې د کریت جنوب ته رسیدلې وو.تراوسه څرګنده نه ده چې دغه کسان د کومو هیوادونو دي.په وروستیو کې ګڼ هغه کسان چې هڅه کوي په دې خطرناکې لارې له لیبیا څخه ځانونه کریت ټاپو ته ورسوي غرق شوي دي.د روانې دیسمبر میاشتې پیل کې د کریت سواحلو ته نږدې یوه بیړۍ ډوب شوه چې وروسته د اولسو کسانو چې اکثر مصریان او سودانیان وو مړي وموندل شول. ۱۵ کسه نور په دې پیښه کې ورک او یواځې دوه کسه ژوندي وژغورل شول.