سهېل اپرېدی د احتجاجي تحریک په لړ کې پنجاب ته تللی دی
د خيبر پښتونخوا اعلا وزير سهيل اپريدی د تحریک انصاف د احتجاجي تحریک په ترڅ کې په درې ورځني سفر پنجاب ته تللی دی. نوموړی د ډېسېمبر پر ۲۶مه لاهور ته ورسېدی. دا له هغه وروسته ده چې د یاد ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان پر سهېل اپرېدي غږ وکړ چې د اوسني حکومت پرضد دې د ولسي احتجاج تیاري وکړي. د مسلم لیګ نون په مشرۍ وفاقي حکومت د تحریک انصاف مشرتابه په ملک کې په ګډوډۍ رامنځ ته کولو تورنوي خو هغوی وايي د رښتوني جمهوریت لپاره هڅې کوي. نور تفصيل د مشال راډیو په دې رپورټ کې وګورئ..
