ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

ازبکستان وايي، افغانستان ته یې د یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي

0

د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې اعلان کړی چې دغه هېواد د ۲۰۲۵ میلادي کال له جنورۍ څخه تر نوومبر پورې افغانستان ته د دیارلس سوه میلیون ډالرو صادرات کړي دي.

د دې معنا دا ده چې افغانستان د ازبکستان د صادراتو درېیم ستر سوداګري شریک دی.

د دې ادارې پر اساس، ازبکستان په یاده موده کې بېلابېلو هېوادونو ته ټولټال د ۳۰.۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې له دې منځه د ۱.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي یې افغانستان ته صادر کړي دي.

د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې د راپور له مخې، د تېر میلادي کال د ورته مودې پرتله د دې هېواد صادرات ۲۶.۲ سلنه زیات شوي دي.

د ازبکستان تر ټولو ډېر صادرات روسیې ته شوي دي. له هغې وروسته په ترتیب چین، افغانستان، قزاقستان، ترکیه، فرانسه، متحده عربي امارات، قرغیزستان، تاجکستان او پاکستان ته شوي دي.

د ازبکستان د ملي احصایې ادارې څو ورځې وړاندې هم اعلان کړی و چې سږ کال افغانان د هغو بهرنیو وګړو په منځ کې تر ټولو مخکښ دي چې د سوداګریزو موخو لپاره دې هېواد ته داخل شوي دي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، چې د قوس په ۲۷مه اعلان شوې، د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې ۳۳۹ زره او ۵۸۵ افغانانو ازبکستان ته سوداګریز سفرونه کړي دي.