امریکا: د نایجریا په غوښتنه مو د داعش پر مورچلو هوايي بریدونه کړي
د امریکا متحدایالتونه وایي چې د نایجریا د حکومت په غوښتنه یې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د «اسلامي دولت» ډلې (داعش) پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي په څلورمه) اعلان وکړ چې د امریکا پوځ د نایجریا د سوکوتو ایالت په قلمرو کې د داعش پر وسله والو پوځي عملیات کړي دي. د هغه په وینا، دا عملیات د سیمې د مسیحیانو پر وړاندې د دې ډلې د بریدونو د مخنیوي په هدف شوي دي.
د امریکا د پوځ د افریقا قوماندانۍ (افریکام) هم تایید کړې چې دا هوايي بریدونه د نایجریايي چارواکو په همغږۍ ترسره شوي او په پایله کې یې د یادې ډلې یو شمېر غړي وژل شوي دي. افریکام په یوه بیان کې، چې وروسته خپور او بیا لېرې شو، ویلي و چې دا عملیات د نایجریا د حکومت په رسمي غوښتنه ترسره شوي دي.
