د ملګرو ملتونو کارپوهه: د زندان شرایط د بشرا بي بي "بدني او ذهني صحت ته سخت ګواښ" پېښولای شي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو یوې کارپوهې خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د بنسټګر او د پخواني وزیراعظم عمران خان د ښځې بشرا بي بي په زندان کې د ساتلو "شرایط" د هغې "بدني او ذهني روغتیا ته سخت ګواښ" پېښولای شي.د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر د ډېسېمبر پر ۲۴مه پر خپله ووبپاڼه د ځورونو او تشدد په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې راپور ورکوونکې الېس جېل اېډورډز له خولې لیکلي دی چې د پاکستان "دولت مکلف دی" چې د هغې "صحت" ته پام وکړي او "باوري کړي چې په حراست کې یې د ساتلو شرایط له انساني وقار سره" سمون خوري.
بشرا بي بي د ۲۰۲۵ز کال له جنورۍ او مېړه یې د ۲۰۲۳ز کال له اګست راهیسې د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې بندیان دي.
د جنورۍ پر ۱۷مه د احتساب د ملي ادارې (نیب) یو عدالت د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ قضیه کې عمران خان ته د ۱۴ او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د اووه کلونو بند او نغدي جرمانې سزاګانې اورولې وې. دواړو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي ول او تحریک انصاف د پرېکړې پرضد اعلا عدالت ته درخواست ورکړی وو.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر د خپلې کارپوهې د څرګندونو پر اساس په بیان کې ویلي، د راپورونو له مخې بشرا بي بي اوسمهال د زندان په یوه داسې "وړه او بې هوا خونه کې" بنده ده چې "ویل کېږي ناولې (ناپاکه) ډېره توده او له حشراتو او موږکانو" ډکه ده.
دفتر وړاندې کاږي چې د "راپورونو له مخې" د زندان کارکوونکي هغې ته "ناپاکه اوبه" او داسې "خواړه ورکوي چې د ډېرو مورچکیو (مرچو) له وجې د خوړو وړ نه وي."
په بیان کې راغلي، د دې شرایطو له وجې د بشرا بي بي "وزن ۱۵ کیلوګرامه کم شوی، په بیا بیا ناروغه کېږي، بې هوښه کېږي" او د "تورونو له مخې د ککړو (الوده) خوړو له کبله یې په معده کې زخم (السر) پیدا شوی" دی.
بیان د الېس جېل اېډورډز له خولې وايي، "دا ډول شرایط د نړیوالو معیارونو څخه خورا ټیټ دي" او دا چې "چارواکي باید" له بشرا بي بي سره "د هغې د وکیلانو او کورنیو غړو رابطې او ملاقاتونه باوري" کړي.
بیان زیاتوي چې د ځورونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې د بشرا بي بي د وضعیت موضوع رسماً د پاکستان له حکومت سره شریکه کړې ده.
د پاکستان او پنجاب حکومتونو لا د اېډورډز د څرګندونو او دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې بشرا بي بي او عمران خان دواړو ته یې په زندان کې د نورو بندیانو پرتله خورا زیاتې اسانتیاوې ورکړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر د خپلې کارپوهې د پلټنو پر اساس دا بیان تر هغې څو ورځې وروسته خپور کړی دی چې د ډېسېمبر پر ۲۰مه په زندان کې ځانګړي عدالت په یوه مقدمه کې عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د ۱۷، ۱۷ کلونو بند سزا واوروله.
د توشه خانې په دویمه قضیه کې پر عمران خان او د هغې پر ښځې بشرا بي بي تور پورې شوی وو چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې. خو هغوی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.
عمران خان عدالتي پرېکړه رد کړه او پر هم هغه ورځ یې په زندان کې له خپلو وکیلانو سره د لیدو پر مهال خپل ګوند ته د احتجاجي تحریک پیلولو سپارښتنه وکړه. تحریک انصاف داراز وايي، د پرېکړې ضد په اعلا عدالت کې درخواست دایروي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.
نوموړی وروسته د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.
عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او تحریک انصاف وايي، پر وړاندې یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.
