ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

افغانستان د هانګ کانګ په ۶ اوره سیالیو کې دواړه سیالۍ وګټلې

0

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د هانګ کانګ د شپږ اوره سیالیو دوهمه سیالي هم وګټله.د افغانستان لوبډلې نن د جنوبي افریقا له لوبډلې څخه شپږ اوره سیالي د ۴۹ منډو په توپیر وګټله. د افغانستان د شپږ اوره لوبډلې کیپتان په دې سیالي کې پنځوس منډې وکړې.تر دې وړاندې افغانستان نن په لومړۍ لوبه کې نیپال ته په ۱۷ منډو ماته ورکړه.افغانستان د توپ وهنې پریکړه وکړه او په ټاکلو ۶ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې ۱۱۲ منډې جوړې کړې. د لوبې پیل‌کوونکي کریم جنت په ۱۰ توپونو ۳۵ منډې وکړې، فرمن‌الله صافي ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، او د لوبډلې کپتان ګلبدین نایب ۲۲ منډې ترلاسه کړې.