ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2025
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

طالبانو په کابل کې د ایکو د سرمشریزې د جوړېدو وړاندیز وکړ

0
د طالبانو حکومت په کابل کې د ایکو د همکارۍ سازمان د اتلسمې سرمشریزې د کوربه توب لپاره رسمي وړاندیز وکړ.دا وړاندیز د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په اذربایجان کې د ایکو د اوولسمې سرمشریزې په لړ کې وکړ.اذري رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې ملابرادر د ایکو غړیو ته وویل، په افغانستان کې بهرنۍ پانګونې ته شرایط برابر شوي او که د ایکو سرمشریزه په افغانستان کې جوړه شي، دا به د غړیو هیوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره یو نوی باب پرانیزي.دا په داسي حال کې ده چې د ایکو هیڅ غړی هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.