د افغانستان په جنوب کې خبریالې ثنا عاطف د زړورتیا جایزه وګټله
د افغانستان په جنوب کې د ثنا عاطف په نوم یوې خبریالې ( خبریالۍ کې د زړورتیا) جایزه ترلاسه کړه.نوموړې په دغه مستعار نوم له زن ټایمیز( Zan Times) په نوم یوې انلاین رسنۍ سره کار کوي. ثنا عاطف د جایزې د اعلان په غونډه کې ګډون کړی و، خو د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي رسنیو سره خبرې وکړي.