ملګري ملتونه او پاملرنه: د طالبانو محدودیتونو د افغان ښځو ستونزې لا ډېرې کړې
ملګرو ملتونو او پاملرنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۱۲مه) په یوه ګډ راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي نابرابرۍ او محدودیتونو له امله، د هغوی زیانګالۍ زیاتې شوې دي.
دغه راپور چې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له شاوخوا ۲۰ زرو ښځو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی، وایي چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې داسې سخت او محدودونکي اقدامات کړي چې له امله یې د ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ په پراخه کچه محدودې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي چې د «محرم اجباري ملتیا» او د ښځو پر جامو محدودیتونو د هغوی عامه ژوند کې د ګډون وړتیا خورا کمه کړې ده.
دغه راز، په نادولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار پر بندیز نیوکه شوې او ویل شوي چې دغه محدودیت د ښځو او نجونو روغتیايي، تعلیمي، تغذیې او نورو بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی کم کړی او د ټولنې ته په سم او عادلانه بڼه ورکولو کې یې د ښځو رول له منځه وړی دی.
راپور دا هم ویلي چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د ۷۰ سلنه زیاتو ښځو د لاسرسي ستونزې یادې کړې، چې اصلي لامل یې د ښځینه مرستندویانو نشتوالی او فرهنګي محدودیتونه دي.