افغانستان، ازبکستان او اذربایجان درې اړخیزې کاري ډلې جوړوي
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اذربایجان له صدراعظم علي اسدوف سره د ایکو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې کتلي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون چهارشنبې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، "په کتنه کې ملا برادر له اذربایجاني لوري غوښتي چې د کرنې د میکانیزه کولو، د اوبو مدیریت، د اسان خدمت د پروګرامونو د تطبیق، ماین پاکۍ او د مسلکي زده کړو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي".
د خبرپاڼې په ټکو، ښاغلي اسدوف د کانونو د استخراج، د اوبو مدیریت او نوي کیدونکې انرژۍ د برخو سربیره په افغانستان کې د پانګونې او افغانانو سره د همکارۍ ژمنې کړي دي.
وړاندې په خبرپاڼه کې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ د درې اړخیزو کاري ډلو د جوړیدو خبره هم شوې چې د خبرپاڼې په ټکو لومړنۍ غونډه به يې په کابل کې او دویمه غونډه به يې په ازبکستان کې وشي.
د دغو غونده د دقیقو نیټو په اړه څه ویلي شوي نه دی.
د ایکو اقتصادي سازمان ۱۷مه سرمشریزه د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د نن او سبا ترسره کیږي.
دغې سرمشریزې ته د سازمانو د غړیو هېوادونو د ولسمشرانو سربیره لوړپوړي چارواکو ورغلي دي.