ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2025
1 2 3 4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د جرمني د زاکسن ایالت په پوځي سیمه اور لګیدلی دی

0

د جرمني د زاکسن ایالت کې په یوې پوځي سیمه کې د اورلګیدو له کبله څه باندې ۶۰۰ هکتاره ځمکه سوځیدلی ده.د راپورونو له مخې دغه اور براندنبورګ ایالت ته رسیدلی دی.د اوروژنې ادارې ۲۰۰ مامورین هڅه کوي دغه لګیدلی اور مهار کړي.د اور له کبله په سیمه کې د معلولینو د ساتنې یو مرکز خالي شوی او د ګازو یو ساتنځای د اور د پراخیدو له جدي ګواښ سره مخامخ دی.بل پلو په براندنبورګ کې د اوروژنې ادارې دوه کارکوونکي شدید ټپیان شوي دي.دغه اور له سه شنبې راهیسې پیل شوی دی.