دملګروملتونو د کړنې او خوړو اداره؛ وچکالي د افغانستان ټولو سیمو ته غځیدلی ده
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، شدیده وچکالي د افغانستان له شمالي، شمالي لودیز او خیتځو سیمو اوس ټول هېواد ته غځیدلی ده.دغې ادارې نن چهارشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، "د وچکالۍ له کبله زیانمن افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري".د دغې ادارې په ټکو، وچکالۍ د کرنې سربیره مالدارۍ ته هم لوی تاوان رسولی دی.له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستنیدویه ماموریت یوناما خبرداری ورکړی وو چې د وچکالۍ په سبب د افغانستان پنځوس سلنه کرنیز محصولات کم شوي دي.د افغانستان اتیا سلنه خلک په کرنۍ خپل ورځینۍ ژوند تیروی.