د بریټانیا حکومت د افغان همکارانو او پخوانیو پوځیانو د بیا میشتیدو پروګرام تړلی دی
د بریتانیا حکومت له کومې مخکې ورکړل شوې خبرتیا پرته د دې هیواد د ځواکونو او دولتي بنسټونو د پخوانیو افغان همکارانو لپاره د بیا میشتېدنې پروګرام تړلی دی.
د برېټانیوي ورځپاڼې ډیلي میل د راپور پر بنسټ چې نن د جولای په ۲ مه خپور شوی "د افغانانو د بیا میشتنېدنې او ورسره د مرستې سیاست ځانګړی پروګرام "ARAP" په نوم د دې پروګرام د تړلو پرېکړه د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت له خوا د کډوالۍ د نویو مقرارتو په تړاو د یو توضیحي یادښت له لارې اعلان شوی ده.
د دې پرېکړې له مخې دا بپروګرام د جولای د لومړۍ نېټې سې شنبې ورځې د بریتانیا په وخت د ماسپښین له درې بجو وروسته د نویو غوښتنلیکونو په وړاندې تړل شوی دی.
په راپور کې راغلي، د بریتانیا د کډوالۍ د نویو مقرراتو له مخې، یوازې هغه افغانان به د شرایطو وړ وګڼل شي چې د ۲۰۲۱ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې یې غوښتنلیکونه سپارلي دي.
ډیلي میل ویلي تېره شپه د برېتانیا د وسلهوالو ځواکونو وزیر لوک پولارډ وویل، دوی د یو ملت په توګه ویاړي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته یې له هغه کسانو سره خپله ژمنه پوره کړه چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی وو.
نوموړي ویلي دوی په نړۍ کې د افغانانو د بیا میشتندنې یو سخاوتمندانه پروګرام پیل کړی او تر دې دمه یې له ۳۴ زره ډېر افغانان په بریالیتوب سره دغه هیواد ته انتقال کړي دي.
ښاغلي پولارډ ویلي په داسې حال کې چې د بریتانیا حکومت به د افغانانو د بیا میشتیدنې پروګرام ملاتړ ته دوام ورکړي خو په پیل کې ویلي وو چې دا طرحې د تل لپاره دوام نه شي کولای.
خو یو شمېر افغانان چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی او اوس مهال هغه هیواد ته د تګ په تمه دي وايي پر کیسونو یې د دغه پرېکړې د اغیز په اړه سخت اندېښمن دي.
یو له دوی څخه چې افغانستان کې اوسېږي او کلونه یې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، "موږ کلونه د بریتانیا له حکومت او د دوی له ځواکونو سره همکاري وکړه، له دوی سره مې د ژباړن په توګه کار وکړو، اوس وايي چې د افغان همکارانو د انتقال پروسه یې وتړله، دا یوه ظالمانه پرېکړه ده دلته زموږ ژوند په خطر کې دی او دغه پرېکړې موږ ډېر اندېښمن کړی یو، موږ غوښتنه کوو چې په دې پرېکړه له سره غور وکړي ځکه زرګونه افغان همکاران یې پاتې دي چې باید بریتانیا ته انتقال شي."
په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو یو بل افغان همکار چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل،" دا د افغان همکارانو په حق کې لویه جفا ده، افغان همکارانو کلونه کلونه له دوی سره اوږه په اوږه د تروریزم په وړاندې په جګړه کې برخه واخیسته، د بریتانیا له حکومته غواړو چې د دغه عاجلې پرېکړې په اړه بیا څېړنه وکړي."
یو شمېر نور افغانان چې پخوا یې په افغانستان کې له بریتانوی ځواکونو سره کار کړی او د بیا میشتندنې غوښتلیکونه یې رد شوي هم د دې هیواد له دې نوې پرېکړې اندېښمن دي.
د ډیلي میل په راپور کې راغلي چې د کډوالو بیلابیلو ملاتړ بنسټونو هم دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا قدام د زرګونو هغه افغانانو د خوندیتوب لارې بندوي چې اوس مهال یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی.
تر دې وړاندې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د زیانګالو افغانانو لپاره د بیا میشتېدنې پروګرام ECRS چې په ۲۰۲۲ کال کې په دې هیواد کې د ۲۰ زره افغانانو د بیا میشتندنې لپاره پیل شوی وو هم تړل دی او هیڅ نوی غوښتنلیک نه مني.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې شپږ میاشتې وړاندې د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي ویلي چې دغه هیواد د افغان کډوالو د بیا میشتندنې پروګرام پای ته رسوي خو هغه مهال یې دقیقه نېټه نه وه ښودلې.
پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته زرګونه هغه افغانان چې بهرنیو ځواکونو سره یې همکاري کړې په ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان کې د خپلو کیسونو د پړوانو د بشپړېدو په موخه میشت شوي دي.