ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2025
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

پوتین او مکرون د اوکراین پر جګړې او د ایران پر اټومي پروګرام ټېلېفوني خبرې کړې دي

0

د فرانسې او روسیې ولسمشرانو د اوکراین جګړې او د ایران پر اټومي پروګرام ټېلېفوني خبرې کړې دي.دا په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې لومړی ځل دی چې اېمانوېل مکرون له ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړې.

د فرانسې خبري اژانس وايي، مکرون د جولای پر لومړۍ نېټه په یو ساعته خبرو کې په اوکراین کې د اوربند غوښتنه وکړه خو پوتین د جګړې پړه د لویدیزو هېوادونو غاړې ته واچوله.

روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.

مکرون او پوتین د ایران پر اټومي پروګرام هم وغږېدل. دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسراییلو ترمینځ اوربند له څه باندې یوې اونۍ راهیسې پر ځای دی، مکرون وړاندیز وکړ چې پاریس او مسکو دې په ګډه د هغوی ترمینځ د ترینګلتیا د زیاتېدو او د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.

د اسراییلو او ایران ترمینځ جګړه چې د جون پر ۱۳مه شروع شوې وه ۱۲ ورځې یې دوام وکړ. په جګړه کې دواړو خواوو ته مرګژوبله واوښته او پراخ تاوان یې هم واړاوه.

د جون پر ۲۲مه امریکا هم په جګړه کې ښکېله شوه او ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل چې د ایران درې اټومي تاسیسات یې په نخښه کړي او د هغه هېواد اټومي پروګرام یې ختم کړی دی. تهران د ټرمپ دا دعوه رد کړه او په ځواب کې يې په قطر او عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډو توغندي وویشتل.

تر هغې وروسته د ټرمپ په مینځګړتوب د تهران او تل ابیب ترمینځ اوربند وشو.