ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2025
1 2 3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

په مستونګ کې د پولیسو او وسلوالو ترمینځ ډزو کې ۳ کسان وژل شوي دي

0

پولیس وايي په مستونګ کې د نامعلومو وسلوالو په ډزو یو کس وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي دي. د مستونګ د پولیسو یو افسر یونس مګسي رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د جولای په لومړۍ نېټه شوې ده. د نوموړي په وینا د نامعلومو وسلوالو په ډزو یو ۱۶ کان زلمی وژل شوی دی. د دې ترڅنګ د هغوی په ډزو سرکاري ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی.

د مګسي په وینا وروسته چې کله پولیسو ځوابي ډزې وکړې نو په ترڅ کې یې لږ تر لږه دوه وسلوال ووژل شول او درې نور ژوبل شول.

نوموړی وايي د پلټنې عملیات دوام لري خو تراوسه څوک نیول شوي نه دي.

کومې وسلوالې ډلې تر اوسه د برید مسوولیت قبول کړی نه دی خو په یاده سیمه کې ډېری وخت د داډول بریدونو ذمه واري بلوڅ بېلتون پاله ډله، بلوڅ لیبرېشن ارمي قبلوي.