په یوه اونۍ کې څه باندې ۸۸۰۰۰ افغانان له ایرانه ایستل شوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM ویلي په وروستۍ اونۍ کې له ایرانه له ۸۸ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
دغه سازمان پرون جمعه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي په دې کې ډیرې یې کورنۍ دي چې د اسنادو د نه لرلو له امله له دې هیواده ایستل شوي دي.