میدان وردګو او لوګر کې د تیرې شپې سیلابونو د سر او مال زیان پیښ کړی
په میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې تیره شپه سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د میدان وردګو د مسولانو په حواله ویلي چې په نرخ، دایمیرداد، چک او جغتو ولسوالیو کې د سیلابونو له کبله یو تن مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.سیلابونو دغلته لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه هم ویجاړ کړي دي.د لوګر د مرکز پل علم او محمد آغې ولسوالۍ شاوخوا کلیو کې هم سیلابونو خلکو ته دروند مالی زیان اړولی.د لوګر ولایتي مسولانو ویلي، سیلابونو زرګونه جریبه کرنیزې ځمکه او فصلونه له منځه وړي، ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي او خلک یې بې سرپنا کړي دي.خبر کې په خیریه موسسو غږ شوی چې سملاسي د زیانمنو شویو کسانو لاسنیوي ته ور ودانګي.