د ایران د کورنیو چارو وزیر ځینې بهرني اتباع ایران کې په ورانکارۍ تورن کړل
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ادعا کړې چې ځينې بهرني اتباع په تېرو دوو کلونو کې د ورانکارۍ په هدف دغه هېواد ته تللي.
ایران کې د بهرنیو اتباعو اصطلاح افغان کډوالو ته کارول کېږي.
مومني دا خبره په یوه ټلویزیوني وینا کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې آیا اتباع «افغان کډوال» هم د ورانکارۍ په هدف راغلي وو.
«هر چا په هر شکل چې وس یې رسېد وغوښتل راشي. هو، ځینې دا کسان بهرني اتباع وو. ډېر یې نه وو. دا نه ده چې دوی ( بهرني اتباع) شریف انسانان هم ډېر دي. خو ځینې کسان وو چې په تېرو دوو – دریو کلونو کې راغلي وو په هدف هم راغلي وو په دې برخه کې»
ایران د لسګونو کسانو تر منځ لږ تر لږه ۵ افغان کډوال هم د اسراییلو د جاسوسۍ په تور په تېرو دوو اوونیو کې نېولي دي.
ځینو افغان کډوالو بیا ویلي چې دوی تر فشار لاندې دي او د اسراییلو د جاسوسۍ په تور ځورول کېږي. ایران تازه د افغان کډوالو د نیولو او ډيپورټ پروسه هم چټکه کړې ده.
د ایران قضایه قوې ویلي د جاسوسۍ قانون تعدیل شوی او پارلمان دوی ته اوس بشپړ واک ورکړی څو د نفوذي کسان او جاسوسان په عبرتناکه شکل په سزا ورسوي.
لږ تر لږه درې کسان په تېرو لسو ورځو کې د اسراییلو د جاسوسۍ په تور اعدام شوي.