ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30

غزه کې د اسراییل هوایي برید ۱۸ تنه وژلي دي

0

د غزې پر مرکزي برخه د اسراییل په یوه هوایي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.اسوشیتید پریس لیکلي، برید پرون پنجشنبه هغه مهال وشو چې فلسطینیانو د پولیسو له یوه مرکز څخه مرسته شوي اوړه ترلاسه کول.د پولیسو مرکز دغه اوړه له غارتګرو څخه ترلاسه کړي و او وروسته یې د سیمې پر اړمنو خلکو ویشل.دا د مرستو پر مرکزونو د اسراییل وروستی خونړی برید دی.د اسراییل پوځ تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.دې ډول بریدونو تېره یوه میاشت کې زور اخیستی او د ملګرو ملتونو په ګډون یې د بېلابېلو بشري ادارو غبرګونونه پارولي دي.