اورزولا وان دیرلین: اروپایي ټولنې د تعرفو په برخه کې د واشنګتن نوي وړاندیزونه ترلاسه کړي
د اروپایي کمیسیون مشره اورزولا وان دیر لین وایي، اروپا د تعرفو په برخه کې د نورو مذاکراتو لپاره د امریکا د متحد ایالتونو نوي اسناد ترلاسه کړې دي.
اورزولا وان دیرلین پنجشنبه ( د جون ۲۶ مه) په بروکسل کې د اروپایي مشرانو تر غونډې وروسته له خبریالانو سره د خبرو پرمهال د واشنګتن د دې اسنادو جزییات څرګند نه کړل؛ دې وویل چې دا اسناد به وارزوي، د دوی پیغام واضح دی او یوه تړون ته چمتو دي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې امریکایي چارواکو سمدلاسه د واشنګتن د دې وروستي وړاندیز په اړه د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د جولای نهمه نیټه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د اروپايي اتحادیې او نورو هیوادونو لپاره له امریکا سره د تعرفو کمولو تړون ته د رسیدو لپاره ټاکل شوې ده په رانژدې کیدو ده.
د ولسمشر ټرمپ له لورې په اپریل کې د نورو هیوادونو پرصادراتو د متقابلو تعرفو اعلان وشو چې د هغې له مخې پر اروپایي وارداتو باندې د لنډمهال پرمخ لس فیصده تعرفه به، که چیرته د جولای تر نهمې کومه موافقه ونه شي، دوه برابره شي.
د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي دي چې د ښه نیت له مخې د ځینو هیوادونو د خبرو اترو وروستۍ نیټه غځول کیدی شي.