د سپینې ماڼۍ ویاندې د ایران د مشر خبرې رد کړې
د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې د ایران د ستر مشر ایت الله علي خامنه اي څرګندونې ظاهري سپیناوی دی.
کارولین لویت د پنجشنبه په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، کله چې له یوه استبدادي رژیم سره مخامخ یاست، هغوی ته د خپلې ظاهري څیرې حفاظت خورا مهم دی.
اغلې لویت پر ایران د امریکا د تیرې شنبې شپې د بریدونو پر دقت او موفقیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا بریدونه د دې سبب شول چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړي.
د ایران ستر مشر خامنه اي د پنجشنبې په ورځ له اوربند وروسته په خپل لومړي پيغام کې ادعا وکړه چې ایران پر اسراییل او امریکا بریالی شو.
خامنه اي د امریکا له لورې د ایران پر دریو اټومي مرکزونو ترسره شوي بریدونه داسې تیری وباله چې باید په نړیوالو محاکمو کې د دې قضیې تحقیق وشي. د ایران مشر دا هم وویل چې امریکا له دې جګړې هیڅ څه نه دې ترلاسه کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا پوځ د سرطان په لومړۍ ورځ په B-2 جنګي الوتکو او توماهاک توغندیو د ایران په فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو بمباري وکړه. تر دې برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې دا تاسیسات "په بشپړه توګه " ویجاړ شوي دي.