ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28
29
30

د شندور مېلې ګډونوال وايي دا رنګینۍ په ستړتیا ارزي

0

شندور دره د چترال او ګلګت بلتستان پر پوله د هڅکو غرونو په لمن کې پرته ده. په قدرتي حسن سنبالې دې شنې درې ته د جون په میاشت کې سېلانیان مخه کوي. د خواوشا او د پاکستان د نورو سیمو ترڅنګ د نورو هېوادونو نه هم سېلانیان دغلته ورځي او د قدرت له نظارو خوندونه اخلي. دلته هرکال د پولو لوبه هم کېږي. سږنۍ لوبه چترال وګټله. هلته ورغلي سېلانیان وايي د لارې د کږلېچونو ستړیا یې د شندور په نظارو او د پولو د لوبې په ولولو دمه کېږي.

نور حال د فرانسې خبري اژانس په دې راپور کې: