په افغانستان کې ناروغیو ته نوې اندیښنې
د «ایمرجنسي» په نوم نړیوال بنسټ وایي، په افغانستان کې هغه ناروغۍ چې اخیستونکې نه دي په زیاتیدو دي.
«ایمرجنسي» په خپل تازه خپور کړي راپور کې اندېښنه ښودلې چې ډېری افغانان لا هم د لسیزو جګړو له ویجاړ شوي روغتیایي سیستم سره مخ او له بېړنیو، عملیاتي او جدي روغتیایي خدمتونو بې برخې دي.