ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28
29
30

نن د جون ۲۶مه د شکنجې له قربانیانو د ملاتړ نړیواله ورځ ده، د طالبانو له زندانه راخوشي معترضې ښځې د شکنجې وحشتناکه کیسې لري

0

د جون ۲۶ «د شکنجې له قربانیانو د ملاتړ نړیواله ورځ » ده.

یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو د حکومت له خوا په زندانونو او توقیف ځایونو کې شکنجه شوي ادعا کوي چې طالبان په وحشتناک ډول خلکه شکنجه کوي او وهي ټکوي یې.

د بشري حقونو ملاتړي وايي طالبان شکنجه د واک د وسیلې په توګه کاروي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې چوپتیا ماته کړي.

پریسا مبارز د ښځو د حقونو فعاله او د معترضو ښځو له ډلې ده.

نوموړې وايي چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د طالبانو د امنیتي چارواکو له خوا له خپلو پنځو ملګرو سره د عدالت غوښتلو او د طالبانو د ظلمونوپر وړاندې د ودرېدو په خاطر نیول شوې، شکنجه شوې او وهل شوې ده.

دې ازادي راډیو ته وویل،

" په حوزه کې یې ډیره شکنجه او ووهلم، د خونې له دې سره تر هغه سره یې په لغتو وهلم، ملا مې ژوبله شوې وه، سر مې وینې و او ژوبل شو، بیا چې استخباراتو ته ولاړو هلته یې ګواښلم او بد الفاظ یې کارول، او د تحقیق بڼه یې واقعا راته وحشتناکه وه."

وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا افغانستان کې واک ته ورسېدل، د شویو ادعاوو پر بنسټ، د طالبانو د حکومت لخوا د ښځو د حقونوفعالانې، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د امنیتي ځواکونو پخواني سرتېري نیول شوي او شکنجه شوي دي.

د د غو ادعاوو پر بنسټ د طالبانو لخوا د بندیانو په دې شکنجه کې ظاهراً یوازې وهل ټکول شامل نه وو، بلکې په ځینو مواردو کې د بندیانو د مرګ لامل هم شوي و.

يو بل افغان چې د موضوع د حساسيت له امله يې نه غوښتل نوم، ځاى او هويت يې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلولو په شرط یې ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې يو ملګری يې د طالبانو تر شکنجې لاندې وژل شوى دى.

"په ورځني ډول زموږ بې دفاع خلک او ځوانان په دې شکنجه ځایونو کې له ظلم سره مخ دي، یو له دوی زلمی سلطاني و چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو موسسو کارکوونکی و، چې هغه یې ونیوو او له څو ورځو نیوله وروسته تر شکنجې لاندې مړ شو."

تر دې وړاندې هم د یو شمېر کورنیو په حواله داسې راپورونه خپاره شوي چې د کورنۍ غړي یې چې ډېری یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پخواني سرتېري وو، د طالبانو له خوا تر شکنجې لاندې وژل شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې دا ادعاوې بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې د بندیانو دوسیې په سمه توګه څېړل کېږي او د «اسلامي شریعت، نافذه قوانینو او بشري اصولو په رڼا کې د ټولو بنديانو له حقونو سره بشپړ تعامل» کېږي.

خو نوموړي د هېواد د نافذه قوانینو او بشري اصولو په اړه جزئیات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان بیا واک تر لاسه کولو سره سم ټول ناقذ شوي قوانین لغوه او تر اوسه یې د اساسي قانون په ګډون د قوانینونه کومه ټولګه نه ده اعلان کړې.

که څه هم د طالبانو حکومت د اسلامي شریعت په ناسم تفسیر تورن شوی، خو د بشري حقونو ستر سرغړونکي هم بلل کېږي.

د بشري حقونو فعالان د طالبانو نامناسب چلند او د بندیانو شکنجه کول د بشري حقونو له قوانینو سرغړونه بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې ډول کړنو د مخنیوي لپاره غږ پورته کړي.

د بشري حقونو د فعالانو د ټولنې یو غړي فهیم فرواک ازادي راډيو ته وویل، "طالبان شکنجه د واک د یوې وسیلې په توګه کاروي، له درو وهلو نیولې تر وهلو ډبولو، د ښځو له سپکاوي او د اعترافونو تراخیستو پورې، سلګونه سیاسي بندیان، ښځینه فعالانې، خبریالان او پخواني سرتېري ټول د دې تاوتریخوالی قربانیان دي، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د طالبانو پر وړاندې چوپتیا ماته کړي، د شکنجې عاملین ونیسي او د شکنجې د قربانیانو ملاتړ وکړي".

د شکنجې او د بشري حقونو د نورو سرغړونو قربانیان له اوږدې مودې راهیسې د مرستې، عدالت او حساب ورکولو غوښتونکي دي، هغه څه چې د دوی په خبره، ډېر کم او یا یې هم نه دي ترلاسه کړي.

دوی په داسې حال کې د ملاتړ او عدالت غوښتنه کوي چې نن د جون ۲۶ «د شکنجې له قربانیانو د ملاتړ نړیواله ورځ » ده.

ملګرو ملتونو د "شکنجې له قربانیانو د ملاتړ د نړیوالې ورځې" په مناسبت ویلي چې "شکنجه له خورا ناوړه عملونو ده چې د انسانانو لخوا پرانسانانو ترسره کیږي."شکنجه د نړیوالو قوانینو له مخې جرم او کاملا منع ده او په هیڅ صورت کې د توجیه وړ نه ده."

دغه سازمان په خپله وېب پاڼه زیاته کړې، چې دا قاعده د نړیوالو قوانینو یوه پراخه منل شوې برخه ده، په دې معنا چې هر هېواد باید له دې سره موافق وي، حتی که دوی د شکنجې د مخنیوي اړوند ځانګړې معاهدې هم نه وي منلي.

د "شکنجې له قربانیانو د ملاتړ نړیواله ورځ" په داسې حال کې نمانځل کېږي چې له دې مخکې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې دملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې په عمومي زندانونو او هغو شخصي زندانونو کې چې د ده په خبره د طالبانو د حکومت د قومندانانو له خوا اداره کېږي، بندینو سره تر ټولو ظالمانه چلند کېږي.

دغه شان د شکنجې پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو همغږي کوونکې سیبل ماني د تېر کال په نومبر میاشت کې افغانستان ته له سفروروسته رسنیو ته ویلي وه، هغو فعالانو چې د طالبانو زندانونه یې لیدلي، دې سره خبرو کې د سختو شکنجو، بد چلند او ان جنسي تېریو په اړه ویلي دي.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (يوناما)، يو شمېر نړيوالو بنسټونو او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو په وار وار د طالبانو په زندانونو کې له بنديانو سره د ناوړه چلند، شکنجې او جبري اعترافونو اخیستلو راپورونه خپاره کړي او د دې کړنو د څار او مخنيوي غوښتنه يې کړې ده.