ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26
27
28
29
30

تودې هوا او د برېښنا کمي د افغانانو ستونزې دوه چنده کړي دي

0

په افغانستان کې د تودوخې د سختې څپې په اړه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان " اف اې او" له خبرداری سره سم د دې هیواد د یو شمېر سیمو اوسېدونکې وايي د ګرمې په دې سخت موسم کې د برښنا د کمښت ستونزه ډېره شوې ده.

دوی ازادي راډيو ته وویل چې د برښنا د کمښت له امله نه شي کولای له یخچال، ایرکنډیشن او پکي په ګډون له نورو امکاناتو ګټه واخلي.

د کابل د لسمې ناحیې یوې اوسېدونکې راحیل ازادي راډیو ته وویل، " په ګرمه هوا کې پکي او یخچال ته اړتیا لرو، خو دا چې برښنا ډېره کمه ده او معمولا نه وي د ورځې په اوسط ډول درې یا څلور ساعته برښنا لرو، زه چې جامې ګنډونکې یا خیاطه یم، او د جامو ګنډولو ماشین مې هم برښنايي دی نو د ورځې دوه یې یادرې ساعته کار کولای شم نور مو برښنا نه وي."

د کابل د پنځمې ناحیې اوسېدونکې مریم ازادي راډيو ته وویل،"له څه مودې راهیسي چې ګرمي زیاته شوې ده بې برقي هم ورسره زیاته شوې ده، د ورځې په اوږدو کې خو اصلا برښنا نه وي، او د کور ټولې اړتیاوې په برښنا پورې تړلي دي، د برښنا په نه موجودیت کې خلک له سختو ستونزو سره مخ وي، کله کله لا نیمه شپه هم برښنا لاړه شي چې ستونزې ورسره لا ډېریږي."

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي وویل،"د برښنا ستونزې بیخي زیاتې دي، ډېره کمه برېښنا لرو، له بلې نه ګرمي ډېره زیاته ده، د بې برقۍ له امله د یخ جوړولو فابریکې کافي یخ هم نه تولیدوي چې خلک له دې اړخه هم ستونزې زغمي، د ګرمې په موسم کې د ننګرهار د اوسېدونکو لپاره ډېره سخته وي."

د افغانستان د بیلابیلو سیمو دا اوسېدونکي په داسې حال کې د اوړي په موسم کې د برښنا د کمښت له امله شکایت کوي چې تازه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان " اف اې او" په راتلونکو څو ورځو کې د تودوخې د سختې څپې د راتګ خبرداری ورکړی ویلي، چې د اوس په پرتله به له دوو تر لسو درجو زیاته وي.

دغه ادارې پرون د جون ۲۴ مه په خپله فیسبوک پاڼه په یو بیان کې ویلي اټکل کېږي چې د راتلونکې جولای میاشتې له لومړۍ تر ۳ مې ڼېټې پورې د افغانستان په جنوب، ختیځ او شمالي سیمو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد له ۴۵ درجو هم لوړه شي.

" اف اې او" خبرداری ورکړی چې د تودوخې دا څپه کولای شي د انسانانو څارويو او نباتات سلامتۍ ته ګواښ پیښ کړي.

دغه ادارې سپارښتونه کړې چې د ګرمۍ په موسم کې باید خلک کافي اوبه وڅښي، کورنۍ باید ناروغانو، امیندوارو میرمنو، ماشومانو او لویانو ته پاملرنه وکړي ، په خلاصه فضا کې له ډیرو ساعتونو لپاره له کار کولو ډډه وکړي او دغه شان څارویو ته پوره اوبه ورکړي او په سیوري لرونکو ځایونو کې یې وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د ویب پاڼې د معلومانو پر بنسټ نن چهارشنبه د جون ۲۵ مه په هملند، نیمروز او فراه کې د تودخه درجه ۴۵، کندهار کې ۴۴، بلخ او ننګرهار کې ۴۲، کندز کې ۴۱ او د کابل د تودوخې درجه د ساتنتي ګراډ په کچه ۳۷ درجې اټکل شوې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان د برښنا شرکت پرون د جون ۲۴ مه په خپله اېکس پاڼه کې اعلان کړی چې د برښنا د ستونزې د هواري په هدف یې د تره خیلو د حرارتي بریښا فابریکه چې د ۱۰۵ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري فعاله کړې ده.

د دې شرکت عملیاتي مرستیال احمد ویس څرګند ویلي د ګرمې موسم ته په کتو د دې فابریکې په فعالیدو سره به د برښنا ملي شبکې ته ۸۰ میګاواټه برښنا ورزیاته شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تودوخې په زیاتېدو سره د ساري او موسمي ناروغیو د زیاتېدو راپورونه هم ورکول شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان " ډبلیو، ایچ او" تازه ویلي چې په تېره مۍ میاشت کې یې د سینه بغل له ۷۳۹ زره ډېرې، د شري له ۶۲ زره ډېرې، نږدې ۱۱ زره د ملاریا او نږدې ۵۱ زره د نس ناستي پېښې ثبت کړي دي.

له دې وړاندې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته ویلي وو چې د هوا په ګرمېدو سره یې سم ماشومان په بیلابیلو ناروغیو اخته شوي دي.