د بندیانو کورنۍ ادعا کوي چې د طالبانو په محابسو کې بندیانو ته د وکیل لرلو اجازه نه ورکول کیږي
د طالبانو له حکومت سره د ځینو افغان بندیانو کورنۍ ادعا کوي چې د مدافع وکیلانو او استیناف غوښتنې اجازې نه ورکول کېږي او له دې سره چې ملکیان دي، فیصلې یې د پوځي محاکمو لخوا ور اورېدل شوي دي.
دغه یو شمیر کورنۍ دا هم وايی چې بندیان یې شکنجه شوي هم دي خو د طالبانو حکومت د شکنجو ادعاوې رد کړې.
