ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23
24
25
26
27
28
29
30

د شمالي وزیرستان د سپلګې خلک وايي پوځ ورته ویلي چې له کلیو ووځي

0
د شمالي وزیرستان اوسیدونکي وايي چې د پاکستاني پوځ له خوا د وسله والو پرضد کارروايي د عام ولس په زیان تمامېږي او له کبله یې هغوی د سیمو پر پرېښودو مجبور شوي دي. د میرامشا د سپلګې سیمې اوسیدونکي وايي چې پوځ د ۲۲م جون تر ماښامه هلته د څلور کلیو خلکو ته د وتلو ګواښ کړی دی. پوځ په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي. د مشال راډیو خبریال عمر وزیر په دې اړه رپورټ برابر کړی دی.