برټیانیا؛ د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه په سیمه کې د اټومي وسلو ګواښ راکموي
برتیانیا وايي، د ایران پر اټومي تاسیساتو په بریدونو کې ښکیله نه وه.د برټیانیا د سوداګرۍ وزیر نن یکشنبې اعلان کړی چې امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو په بریدونو کې له برټیانیايې مرسته نه ده غوښتنې.جاناتان رینولدز ویلي، "برټیانیايې سیمه ته خپلې پوځي تجهیزات انتقال کړي او د اړتیا په صورت کې به له خپلو متحدانو سره یو ځای "لازم اقدامات" او دفاع وکړي.رینولدز ویلي، برټیانیا که څه هم په برخه کې برخه نه لرله، خو د امریکا له دې اقدامه خبره وه.د برټیانیایې صداعظم کیرا ستامیر وايي، د ایران پر تاسیساتو د امریکا بریدونه په سیمه کې د "اټومي وسلو ګواښ" کمولو کې مرسته کوي.