ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30

بلاروس ۱۴ زندانیان ازاد کړي، د ازادۍ راډیو پخوانی خبریال هم په کې دی

0

بلاروس د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د پخواني خبریال ایهار کراني په ګډون ۱۴ زندانیان ازاد کړي دي.د ازادۍ راډیو د بلاروسي څانګې دغه پخوانی خبریال ۲۰۲۳ کال کې نیول شوی و چې لامل یې سیاسي انګیزه بلل شوې ده.د زندانیانو د خوشې کېدو دغه معامله د لتوانیا د حکومت په همکارۍ ترسره شوې ده.د ازادۍ راډیو مشر سټیفن کاپوس د کراني د خوشې کيدو هرکلی کړی او دې چاره کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو ستاینه کړې.کاپوس د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، د لیتوانیا له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه هم د زنداني خبریالانو د ملاتړ په پار مننه کړې ده.یو بل را خوشې شوی زنداني د بلاروس د سیاسی مخالفینو یو نوماند سیارهي تیخانوفسکي دی.تیخانوفسکي ۲۰۲۰ کال کې هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې د بلاروس د واکمن په وړاندې ټاکنیزه مبارزه وکړي.په بلاروس کې هغه مهال ګڼ شمېر کسان ونیول شول چې ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د دغه هېواد د ځواکمن الکساندر لوکاشینکا د بریا په ضد اعتراضونه وشول.