ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

د تخار یوې محکمې د دریو خبریالانو دبرائت حکم صادر کړ

0

دافغانستان د خبریالانو مرکز د سیمه ایزو منابعو له قوله رپوټ ورکوي چې په تخار کې د طالبانو د حکومت ابتدايي محکمې د دریو خبریالانو د برائت حکم صادر کړ.نصرت الله ابراهیمي، منیرهدف او اسدالله تیمور تبعیدي رسنیو سره په همکاري تورن او څه د پاسه یوه میاشت بندیان وو .یوې محلې سرچینی دافغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي چې دتالقان دښاري ابتدایي محکمې غونډه نن د تورنو کسانو ، ددوی د وکیلانو او خپلوانو په حضورکې وشوه.سرچینه زیاتوي چې قاضی ددغو خبریالانو د برائت او بشپړې آزادي چې پخوا په ضمانت آزاد شوي وو، حکم صادر کړ.دغه دریواړه خبریالان د" افغانستان انترنشنل" تلویزیونی چنل سره په همکاري تورن شوي وو.