ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

د شمالي وزیرستان کډوال وايي حکومت دې د هغوی د واپسۍ څه چاره وکړي

0

له شمالي وزیرستانه د پاکستان د پوځ د عملیاتو له وجې نورو سیمو ته کډه شوي خلک وايي، له ۱۰ زیات کلونه وشول چې د کډوالۍ ژوند تېروي او نور له داسې ژونده ستړي دي. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې زر نه زر دې واپس خپلو مېنو ته ولېږل شي. بل پلو، د بنو د پولیسو یو مشر سجاد خان د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته ویلي دي چې د کډوالو د شکایتونو د لرې کولو هڅه کوي. د شمالي وزیرستان انتظامیه هم وايي چې د کډوالو د واپسۍ لپاره لازمه ده چې اول د هغوی کلي له وسلوالو تصفیه کړل شي.

نور حال په دې راپور کې: