د طالبانو حکومت د ایران له "خلکو" سره همکارۍ ته چمتوالی وښود
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي چې "افغان حکومت" د ایران له "خلکو" سره د اسلامي او بشري اصولو پر بنسټ همکارۍ ته چمتو دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې ، متقي د پنجشنبې په ورځ (جون په ۱۹مه) ، په کابل کې د ناروې د سفارت د شارژدافیر، پییر البرټ الاساس سره په یوه غونډه کې د سیمې د اوسني وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
په هرصورت، په اعلامیه کې دا یادونه نه ده شوې چې د طالبانو حکومت به د ایران له "خلکو" سره څه ډول همکاري وکړي.
ایران کې په ملیونونو افغان کډوال ژوند کوي . دایران او اسراییلو ترمینځ جنګ روان دی او دواړه هیوادونو پر یوبل هوايي بریدونه کوي .
اسراییلو د تهران او ورته سیمو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د خوندي پاتې کیدو لپاره له دې سیمو ووځي.
په وروستیو میاشتو کې، له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري راستنیدو پروسه ګړندۍ شوې ده.
راستنیدونکي شکایت کوي چې دوی ته په افغانستان کې د سرپناه په شمول اړینې اسانتیاوې نشته او دوی په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.