ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

طالبانو په تخار او میدان وردګو ولایتونو کې درې کسان په درو وهلي

0

د طالبانو حکومت په تخار او میدان وردک ولایتونو کې درې تنه په درو وهلي دي.د طالبانو سترې محکمې پرون په دوو جلا خپرو کړې اعلامیو کې ویلي، په تخار ولایت کې يې یوه ښځه د زنا په او په میدان وردک ولایت کې يې یو نارینه د لواطت په تور په درو وهلي دي.د اعلامیو له مخې، دغه کسان ۳۹درې وهل شوي او په پنځه کلن تنفیدي بند هم محکوم شوي دي.وړمه ورځ طالبانو په کابل او سمنګان ولایتونو کې په عام محضر کې ۹ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په درو وهلي وو.د بشري حقونو د ادارو له نیوکو سره سره، طالبانو په افغانستان کې د عام محضر کې د بدني سزاوو پلي کیدو ته دوام ورکړی دی.د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ ویلي و، طالبانو د نورو کالونو پرتله سږکال د بدني سزاوو تبطق زیات کړی دی.