په اوکراین دروسیې د پروني برید تلفات ۱۸ ته اوچت شول
روسیې د وړمې شپې په اوږدو کې په کیف او نورو اوکرایني ښارونو باندې د توغندیو او ډرون لوی برید وکړ، دچارواکو په وینا په پلازمېنه کې یې ۱۶ او په اودیسه کې ۲ کسان ووژل او له ۱۰۰ څخه زیات یې ټپیان کړل.
مخکې له دې، د مختلفو ادارو چارواکو په کیف کې د مړو شمېر ۱۴ یا ۱۵ ښودلی و.
دا ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې په اوکراین باندې دروسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې یو له خونړیو بریدونو څخه دی.
دا بریدونه په داسې مهال وشول چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تیاري نیولې وه ترڅو د سه شنبې په ورځ په کاناډا کې د (G7)، یا اوو لویو صنعتي هیوادونو په سرمشریزه غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو مشرانو سره د روسیې په وړاندې دلا سختو اقداماتو د غوښتنې لپاره وګوري . خو ټرمپ د زیلینسکي ترلیدو مخکې غونډه په داسې حال کې پریښوده او واشنګتن ته ستون شو چې د اسراییل او ایران ترمنځ خونړی جنګ دوام لري.
په کیف کې، د توغندیو د برید په جریان کې د اپارتمانو یوه نهه پوړیزه ودانۍ په داسې مهال بشپړه ویجاړه شوه چې ډیری اوسیدونکي په خپلو کورونو کې ویده وو.
زیلینسکي د G7 دمشرانو غونډې ته وویل: "زموږ کورنیو یوه ډېره سخته شپه تېره کړه، او دا د جګړې د پیل راهیسې یو له سترو بریدونو څخه وو."
د برتانیا حکومت د زیلینسکي او صدراعظم کیر سټارمر له لیدنې وروسته اعلان وکړ چې دواړو مشرانو موافقه وکړه چې په راتلونکو اونیو کې د ایتلاف غونډه دایروي.
سټارمر دایتلاف دا نظر هم وړاندې کړ چې د اوربند له رامینځ ته کیدو وروسته اوکراین سوله ساتې ځواکونه واستول شي.
زیلینسکي وویل چې په مجموع کې، روسیې د جون په ۱۷مه د شپې په برید کې له ۴۴۰ څخه ډیر ډرونونه او ۳۲ توغندي وویشتل، چې د چرنیهیف، ژیتومیر، کیرووهراډ او میکولایف سیمې یې هم په نښه کړې. د اوکراین هوايي ځواک وویل چې دوی ۴۰۲ ډرونونه او ۲۶ توغندي نسکور کړي دي.