پر اوکرایین د روسیې په تازه بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي
د اوکرایین پلازمینه کییف او نور ښارونه بېګا د روسيې تر پراخو توغندويي او ډرون بریدونو لاندې راغلل.د راپورونو له مخې دا بریدونه چې تر نن سهاره روان وو لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.دا پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې یوه خونړۍ حمله بلل کېږي.ګڼې هستوګنې ودانۍ په بیګانیو بریدونو کې ورانې شوي. چارواکي اندېښمن دي چې ښايي د مرګژوبلو شمېر لا پسې لوړ شي.د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي ویلي روسیې تېره شپه په ۹ ساعته بریدونو کې پر اوکرایین لږ تر لږه ۴۴۰ ډرون او ۳۲ توغنديز بریدونه کړي.