د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره خپل درې نیم زره کارکوونکي کموي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.ار) ویلي چې د بودجې د کموالي له کبله خپل درې نیم زره کارکوونکي کموي.د فرانس پریس په لیکنه دغې ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي چې له دې کار سره به د نړۍ په کچه د دوی د خیرښیګڼې چارې هم کمې شي.د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د هغو سازمانونو له ډلې وه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې مرستې پرې بندې کړې.امریکا د کډوالو د دغې ادارې ۴۰ فیصده لګښتونه برابرول او په کلني ډول یې دوی ته دوه میلیارده ډالر ورکول.له دې سره به په جینوا کې د دغه سازمان د مرکزي دفتر او په نړۍ کې د نورو دفترونو ګڼ شمېر څانګې وتړل شي.