اسراییل نن سهار وختي د ایران پر دفاع وزارت برید کړی، ایران برید تایید کړی او ځواب یې ورکړی دی
د اسراییل پوځ وایي، نن یکشنبه د ( غبرګولي ۲۵مه) یې په ایران کې " ګڼ شمېر" هدفونه په نښه کړي دي.په دغو هدفونو کې د دفاع وزارت ودانۍ او د ایران د اټومي وسلو اړوند هدفونه شامل دي.