ټرمپ: د اسراییلو بریدونو له امله د ایران سره د توافق احتمال زیات شوی دی
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "اکسیوس" خبري وېبسایټ ته ویلي چې باور لري د اسراییلو پراخ برید پر ایران به د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي توافق د ترلاسه کولو احتمال زیات کړي.
کله چې له هغه وپوښتل شول چې آیا د اسراییلو برید د ده اټومي ډیپلوماسي له خطر سره مخ کړې، نو ټرمپ وویل: "زه فکر نه کوم. ښايي برعکس وي. شاید اوس هغوی جدي خبرې اترې وکړي."
ډونالډ ټرمپ همداراز ټینګار وکړ چې جمعه یو مهم ورځ وه، او اسراییل په همدې ورځ د «فوقالعاده امریکايي تجهیزاتو» څخه استفاده کړې ده.
همدغه راز د متحده ایالاتو ولسمشر، له هغه وروسته چې اسراییل پر ایران بریدونه پیل کړل، اعلان وکړ چې دوه میاشتې مخکې یې ایران ته ۶۰ ورځنی ضربالاجل ورکړی و، څو «توافق ته ورسېږي»، او زیاته یې کړه چې اوس تهران دویمه موقع لري.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ، د جوزا پر ۲۳مه، په خپل ټولنیز شبکه "Truth Social" کې ولیکل: "دوه میاشتې مخکې مې ایران ته ۶۰ ورځنی ضربالاجل ورکړ، څو یوه توافق ته ورسېږي. هغوی باید دا کار کړی وای! نن ۶۱مه ورځ ده. ما هغوی ته وویل چې څه وکړي، خو هغوی ونهشو کولای دا کار ترسره کړي. اوس، شاید، هغوی دویم چانس ولري."
ټرمپ په یوه بله پیغام کې هم ولیکل: "لا هم وخت شته چې دې وژنو ته... د پای ټکی کېښودل شي» او زیاته یې کړه: «ایران باید مخکې له دې چې هېڅ پاتې نه شي، توافق وکړي او هغه څه وژغوري چې یو وخت د ایران امپراتورۍ بلل کېدل. بس دا کار وکړئ، مخکې له دې چې ناوخته شي."
ډونالډ ټرمپ همداراز ټینګار وکړ چې: "ما ایران ته بیا بیا فرصت ورکړی چې توافق وکړي."