ریچارډ بېنېټ :دافغانستان عدلي او قضایي نظام په ژوره توګه بدل شوی
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنېټ وايي، د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، د افغانستان عدلي او قضایي نظام ژور بدلون موندلی دی.
نوموړی په خپل تازه راپور کې زیاتوي چې د طالبانو قضایي سیستم نه یوازې عدالت او حمایت ته د ښځو لاسرسی محدود کړی، بلکې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض وسیله هم ګرځېدلی.